په میمنې ښار کې د سوپر مارکېټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۱۴
میمنې ښار

۱۴۴۶/۱۲/۷

فاریاب ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د خپل تخنیکي ټیم په ملتیا یې د میمنې ښار اړوند په پنځمه ناحیه کې د سوپرمارکیت د پروژې له چارو څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي ذوالفقار وایي، د دې پروژې چارې د انجنیرۍ معیارونو او نقشې پر اساس روانې وې او قراردادي شرکت ته یې لازمې لارښوونې او سپارشتنې وکړې.

نوموړی وایي، د سوپرمارکیټ په جوړېدو سره به د میمنې ښار د پنځمې ناحیې اړوند خلکو ته سوداګریزې اسانتیاوې برابرې شي.

په ټوله کې، دا پروژه د میمنې په سیمه کې یو مهم پرمختګ دی، او د دې پروژې د بشپړیدو سره به د سیمې د اوسیدونکو لپاره مختلف اقتصادي او خدماتي فرصتونه رامنځته شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۰:۴۲
Background image

د کابل ښار په یوه عامه تفصیلي ساحه کې ښاري سرغړونې په ګوته او د اصلاح لپاره یې هڅې روانې دي

۱۴۴۸/۱/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیم د خپلو دوامداره نظارتي برنامو په لړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۲۱
Background image

د غور ولایت د فیروزکوه ښار د درې ستوریز هوټل د کانکریټو د کیفیت څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۱۸

د غور ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د فیروزکوه ښار د درې ستوریز هوټل د ودانیزې پروژې له ساحې څخه د کانکریټو د کیفیت تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۱:۳۸
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار پنځمې ناحیې د سره میاشت ښارګوټي له. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت