د کابل ښار په یوه عامه تفصیلي ساحه کې ښاري سرغړونې په ګوته او د اصلاح لپاره یې هڅې روانې دي

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۰:۴۲
عامه

۱۴۴۸/۱/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیم د خپلو دوامداره نظارتي برنامو په لړ کې د کابل ښار یوې داسې ساحې ته مراجعه وکړه چې د تفصیلي پلان له مخې د جومات او شنې عامه ساحې په توګه ځانګړې شوې ده.

د تخنیکي ټیم د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې په یاده ساحه کې د دوه پوړیز سوداګریز مارکېټ د جوړېدو چارې روانې دي، چې شاوخوا ۱۷۰ هټۍ په کې د جوړېدو په حال کې دي.

یاده ساحه د ښاروالۍ له لوري خصوصي اشخاصو ته د قرارداد پر اساس سپارل شوې ده.

د یادې پروژې په اړه په پخوانیو نظارتونو کې له مسؤلینو څخه قانوني اسناد او مدارک غوښتل شوي وو، خو هغوی د اړینو اسنادو له وړاندې کولو ډډه کړې وه، له همدې امله د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست له لوري د اسنادو تر وړاندې کېدو او د موضوع تر روښانه کېدو پورې د پروژې د ودانیزو چارو د درولو پرېکړه شوې وه.

خو د وروستي ساحوي نظارت له مخې څرګنده شوه، چې د پروژې مسؤلینو تر اوسه پورې هېڅ ډول قانوني اسناد نه دي وړاندې کړي او سربېره پر دې یې د ریاست د هدایتونو خلاف بیا ځل د ودانیزو چارو فعالیتونه پیل کړي دي.

د تخنیکي ټیم د ارزونې له مخې، یاده ساحه د تفصیلي پلان مطابق د جومات او عامه شنې ساحې لپاره ځانګړې شوې، چې د سیمې د اوسېدونکو د ټولنیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره خورا مهم رول لري.

یاده موضوع، د لا زیاتې ارزونې او د قانوني اجراآتو د ترسره کېدو په موخه تر جدي څار لاندې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۵۴
Background image

د عصري ټکنالوژۍ په پلي کېدو سره د خلکو د خدمتونو وړاندې کولو بهیر لا چټکېږي

۲۱/۲/۱۴۴۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سیسټم‌سازۍ د ښوونیزې څانګې په همکارۍ، د اداري مکتوبونو او اسنادو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د لوګر ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د ښارګوټي د درېمې برخې د سړکونو د هوارولو او جغل اچونې چارې عملاً پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۲۱

د لوګر ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د ښارګوټي د دریمې برخې د زیربناوو د پیاوړتیا او د اوسېدونکو لپاره د تګ راتګ د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه، د داخلي سړکونو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۲۶
Background image

راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو نمرو د وېش شمېر له ۶۵ زرو واوښت

۱۴۴۸/۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو د نمرو د وېش لړۍ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت