د افغانستان بانک د ترمیماتي چارو له بهیر څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۳:۳۶
غزني

۱۴۴۶/۱۱/۲۱

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د افغانستان بانک د غزني څانګې د ترمیماتي پروژې له روانو چارو څخه نږدې لیدنه او تخنیکي څارنه وکړه.

غزني کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایې، دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوه چې د یادې ودانۍ د داخلي دېوالونو د رنګمالۍ چارو دوام درلود.

ښاغلی مولوي متقي وایې، د څارنې په مهال د ریاست انجنیري ټيم د ساختماني کیفیت د تأمین، د رنګمالۍ د اصولو مراعات، او د کارونو پر وخت بشپړېدو باندې جدي تمرکز درلود.

نوموړی وایې، تخنیکي ټيم یې اړوند قراردادي شرکت ته لازمې لارښوونې وکړې، څو ټولې چارې د قرارداد مطابق، له تخنیکي معیارونو سره سم او د ټاکل شوې نېټې تر ختمېدو وړاندې بشپړې شي.

د کور او ښار جوړولو ریاست ټینګار کوي، چې ښاري او دولتي تاسیسات باید له هره اړخه د کیفیت، خوندیتوب او دوامدارۍ له مخې معیاري وي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۴:۱۲
Background image

بامیان ولایت کې د څو ودانیو نقشې او ډیزاین بشپړ شو

۱۴۴۶/۱۲/۴

بامیان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر امان‌الله امان وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د څو ودانیو نقشې او ډیزاین بشپړ کړی دی.

ښاغلی انجنیر امان وایي، د یوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۱:۱۰
Background image

د سرپل ولایت د پوهنتون سیمې سروې د تفصیلي پلان د طرحې په موخه روانه ده

۱۴۴۶/۱۲/۴

سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا محمد نور نوراني وايي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت د پوهنتون د سیمې سروې د تفصیلي پلان د جوړولو په موخه پیل. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۴:۴۵
Background image

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د مهاجرینو لپاره ښارګوټی پرانستل شو

۱۴۴۶/۱۲/۳

د افغانستان اسلامي امارت د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام د ښاغلي اداري او مالي مرستیال الحاج مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج. . .

BACK TO NEWS