د کور او ښار جوړولو وزارت هغه پروژې ډیزاینوي چې، خلکو د کار زمینې برابروي

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۱۳:۲۵
د کور او ښار جوړلو وزارت سرپرست وزیر

۱۴۴۶/۱۰/۰۸

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وایي، وزارت یې د ترانسپورت محترم وزارت سره د چارو په غوره ترسراوي کې همکار دی.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني چې، د کابل په ختیځ کې د مسافر وړونکو موټرو د ترمینل په پرانست غونډه کې یې خبرې کولې وویل، داسې پروژې کولای شي خلکو ته د کار کولو زمینې برابرې کړي.

نوموړي په کور دننه د کار زمینې برابرولو په موخه یادونه وکړه چې، وزارت یې هڅه کوي داسې پروژې ډیزاین کړي او زمینه ورته برابره کړي چې، خلکو ته د کار کولو زمینه برابره کړي او منظمه ښاري وده او پراختیا ورسره رامنځته شي.

محترم نعماني زیاته کړه، ښاري ترانسپورتي ترمینلونه او نورې ورته پروژې کولای شي په کور دننه د کار کولو زمینې برابرې کړي او بهرنیو هېوادونو ته د ځوانانو له قاچاقي سفر مخنیوی وکړي.

هغه له هېوادوالو وغوښتل چې، په ځان کې د اسلام او هېواد مینه پیدا کړي او بیرون ته له تګ ډډه وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست هېوادوالو ته په خطاب کې وویل، د هېواد د ابادۍ په برخه کې د پردیو په تمه مه کینئ او خپله لاس په کار شئ.

محترم شیخ حمدالله نعماني وویل، امارت له خلکو پیسې راټولوي او بېرته یې په خلکو مصرفوي چې په خبره یې دغه برخه کې د فساد مخنیوي هڅې هم کوي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل، د شکر ځای دی، چې د امارت ټول مسؤلین اسلامي او ملي ګټو ته ژمن دي او پر همدې اساس ډیری ودانیزې پروژې پیل شوي چې یو شمېر یې بشپړې شوي هم دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۴
Background image

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د یاد ښارګوټي په پخواني. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

په قلعه نجارا کې د ساختماني چارو د قانوني وضعیت ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د قلعه نجارا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۲۳
Background image

دمیدان وردګ په چک ولسوالۍ کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اېس ریاست تخنیکي ټیمونو د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ په دشت توپ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي د جوړولو په موخه د ۱۳۰۰ جریبه ځمکې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت