د میدان وردګ پوهنتون ودانیزې چارې و څارل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۱:۱
میدان وردګ

۱۴۴۶/۹/۲۰

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د میدان وردګ پوهنتون له ودانیزو چارو څارنه تر سره کړه.

ښاغلي مولوي سیف العمر وویل، د احاطوي دیوال د سینګکارۍ، د پوهنتون په سړک د پلچک چارې، د دیوال د سر د کانکریټ اچول او د ګلدانونو لپاره کندنکاري روانه وه.

د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه و شوه، تر څو ټولې چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره کړي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 اونی 4 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

د سرپل ولایت د تعلیمي بنسټونو د ترمیم او ښاروالۍ د مارکېټ له ودانیزوچارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۴/۲۷

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ولایت د کمیټې په ملتیا د څلورو تعلیمي ودانیو د ترمیم او د ښاروالۍ د مارکېټ د بنسټونو د کانکریټ اچونې چارې وڅارلې، څو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۳
Background image

د ښار جوړولو متخصصین د نوي کابل ښار د ماسټر پلان پر محور راټول شول

۱۴۴۷/۴/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د دقیقې ارزونې او په عملي ډګر د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د نوي کابل ښار ماسټر پلان او ساختاري پلان د متخصصینو پر مېز کېښود.

په دې معلوماتي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۲۴
Background image

په میدان وردګ کې د پوهنتون د سړکونو او پلې لارو د پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۴/۲۶

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پوهنتون اړوند د سړکونو او پلې لارو د پروژې له روانو کارونو څخه لیدنه وکړه او د انجینري معیارونو پر دقیق تطبیق یې. . .

BACK TO NEWS