د کندهار پوهنتون د سړکونو، ويالو او پلچکونو د پروژې له چارو څارنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۴۲
کندهار

۱۴۴۶/۰۹/۱۶

کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین سعید وایي، انجنیرانو یې د دغه ولایت د ښار په نهمه ناحيه کې د پوهنتون اړوند د سړکونو، ويالو او پلچکونو د پروژې له چارو څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي سعید وایي، دغه پروژه چې څه د پاسه څوارلس میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، دمګړۍ یې ودانیزې چارې روانې دي.

نوموړی وایي د سړک د قیر ازموینه یې ترسره کړه چې، د سړک ضخامت او مقاومت یې معلوم کړ.

د کور او ښار جوړولو وزارت د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې معیاري سرته ورسېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۸
Background image

د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک کړ، دغه پلان د غزني ښار په شمال کې پر ۳۹۸۰.۷۵. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه ترمینل پر ۳۸ جریبه ځمکه طرحه شوی او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت