د څو مهمو اقتصادي موضوعاتو په تړاو خبرې وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۱۴:۲۰
وزارت

۱۴۴۶/۰۹/۰۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ او د دغه وزارت د محترمو مرستیالانو په ګډون رهبري ناسته وشوه.

په دغه ناسته کې چې، د بېلا بېلو ریاستونو رئیسانو او مسؤلینو هم ونډه اخیستې وه، پر ځینو مهمو اقتصادي موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وشې.

د مسکن برخه کې د هویت او وکالت خط تثبیت او صحت او د ورکړې څرنګوالی، د کابل قصبې سیمه خواجه رواش استوګنیز ښارګوټي کې څو اپارتمانونه، د میدان وردګ ولایت په تخت کوتل سیمه کې د لوجستیک پارک او دغه راز په همدغه ساحه کې (۲۳) استوګنیز بلاکونه، د کابل صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې د پلان مطابق تأسیسات او نور هغه موارد وو چې، په دغه ناسته کې پرې بحثونه وشول.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، اړوند ریاستونو ته دنده وسپارله چې، په د یادو موضوعاتو په تړاو ساحې له نږدې وګوري، ستونزې او حل لارې په ګوته کړي او بشپړ راپور یې د وزارت محترم مقام سره شریک کړي.

په دغه ناسته کې پر تولو هغه لارو چارو غور او بحث وشو چې، څنګه کېدای شي د خلکو ستونزې حل او پر وخت اقدام وشي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ژمن دی چې، د منظمې ښاري ودې او پراختیا، مسکن او نورو برخو کې له اړوندو وزارتونو او ادارو سره په همکارۍ او همغږۍ چارې پر مخ یوسي او هېوادوالو ته اړین او اغېزمن خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د تمیم انصار صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت په بتخاک سیمه کې د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان لاسلیک او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت