د پکتیکا ارګون ولسوالۍ کې ښاري سرغړونې شوي دي

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۴:۱۵
پکتیکا

۱۴۴۶/۰۸/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني په رالېږلو معلوماتو کې لیکلي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې پکتیکا کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد په همکارۍ او لارښوونه د دغه ولایت ارګون ولسوالۍ کې له ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي حقاني لیکلي، د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې، د هشترخ په تاریخي سیمه کې خپلسرې چارې ترسره کېږي چې، ښاري تخلفات ګڼل کېږي.

نوموړي زیاته کړې، د ارګون ولسوالۍ هشترخ تاریخي ساحه د ملي دفاع وزارت اړوند کېږي چې، په داخل کې موجوده هټۍ دوکانونه پهٔ مکمله توګه له منځه وړل شوي او د بیا ځل لپاره په کې سوداګریز فعالیت ترسره کوي چې، په همدې موخه یې په قرارداد هم ورکړې ده.

د دوی د معلوماتو له مخې، یاده ساحه په تفصیلي پلان کې، تاریخي ساحه نومول شوې چې ساتنه یې اړینه ده.

دوی لیکلي، د ارګون ولسوالۍ د ښاروالۍ امریت د یادې موضوع په اړه، څو ځلې د یادې ولسوالۍ د تاسیساتو امریت ته خبر ورکړی، خو پایله یې نه ده ورکړې.

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست د یادې موضوع په اړه اړوندو ادارو ته خبر ورکړی او تمه ده مخنیوی یې وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۴۳
Background image

په غزني ولايت کې د بهسازۍ پلانونو د روانو چارو ارزونه وشوه

۱۴۴۷/۷/۲۸

د غزني ولايت د کور او ښار جوړولو رئيس د بهسازۍ ټيم له روانو فعاليتونو څخه له نږدې ليدنه وکړه او د چارو بهير يې وڅېړه.

نوموړي د کارونو د ښه تنظيم، شفافيت او پر وخت بشپړېدو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۷
Background image

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له روانو چارو څخه نظارت ترسره شو، چې د معلوماتو له مخې یې ساختماني چارې نږدې بشپړې شوې دي او تمه ده چې په ډېر لنډ وخت کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۲:۵
Background image

په ۱۷مه ناحیه کې د ښاري سرغړونو په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د پوهاوي او نظارت ټیم ، د کابل ښار ۱۷مې ناحیې (طلایي ښارګوټي او حاجي ادروګل ښار ګوټي څخه لیدنه وکړه.

د څارنې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت