تورخم سیمه کې د شته بازار تفصیلي پلان وکتل شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۴:۵۴
وزیر د تورخم شته بازار

۱۴۴۶/۰۸/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، تورخم سیمه کې د شته بازار په اړه جوړ شوی تفصیلي پلان وکاته.

دغه راز، ښاغلي سرپرست وزیر د تورخم اوسني بازار ته نږدې د ډکې سیمې په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه او په ټوله کې یې ماسټر پلان ته وڅېړه.

نوموړي د تورخم بازار د اوسني وضعیت، ستونزو، حل لارو، د ځمکې مساحت او نورو اړخونو په تړاو له اړوندو مسؤلینو وپوښتل.

ټاکل شوې چې، د تورخم اوسني بازار د ستونزو حل، اسانتیاوو رامنځته کولو، پراختیا او نورو ګټورو چارو لپاره عملي ګامونه پورته شي.

د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام له لوري د یوې کمېټې په مشرۍ کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني ته دنده سپارلې چې، د تورخم بازار په اړه عملي ګامونه پورته کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي چې، ژر تر ژره د تورخم بازار شته ستونزې حل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۸
Background image

د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک کړ، دغه پلان د غزني ښار په شمال کې پر ۳۹۸۰.۷۵. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه ترمینل پر ۳۸ جریبه ځمکه طرحه شوی او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت