د کابل ښار اولسمې ناحیې اړوند ګلخانې ښارګوټي ښاري تخلفات په نښه شول

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۳:۵۱
اولسمه ناحیه

۱۴۴۶/۰۸/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د کابل ولایت په اولسمه ناحیه کې د ګلخانې ښارګوټي له وضعیت څارنه او ارزونه وکړه.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، یاد ښارګوټي کې ځینې خپلسرې چارې ترسره شوي چې باید مخنیوی یې وشي.

نوموړی وایي، په دې تړاو یې خلکو ته عامه پوهاوی هم ورکړی او ترې غوښتنه یې کړې چې، له ښاري تخلفاتو ډده وکړي.

د هغه په خبره، ترسره شوي تخلفات دا وو چې، په استوګنیزه ساحه کې یې هټۍ جوړې کړي، په زرغونو ساحو کې استوګنیز کورونه جوړ کړي او د کور او ښار جوړولو وزارت له تفصیلي پلان یې سرغړونه کړې ده.

د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو هېوادوالو غواړي چې، له ښاري تخلفاتو ډډه وکړي او د خپل هېواد په منظمه ابادۍ کې دې له وزارت سره همکار اوسي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۸
Background image

د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک کړ، دغه پلان د غزني ښار په شمال کې پر ۳۹۸۰.۷۵. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه ترمینل پر ۳۸ جریبه ځمکه طرحه شوی او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت