د صنعت او سوداګرۍ وزارت اړوند زرګونه جریبه ځمکې لپاره پلانونه جوړېږي

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۲:۴۲
.

۱۴۴۶/۰۸/۰۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، د صنعت او سوداګرۍ وزارت محترم مرستیال مولوي احمدالله زاهد او مل پلاوي سره وکتل.

په دغه کتنه کې، د ټول هېواد په کچه د هغه یوسل او شپېته زره (160000) جریبه ځمکې په اړه خبرې وشوې چې، د صنعت او سوداګرۍ لپاره په هر ولایت کې ځانګړې شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت محترم مرستیال مولوي احمدالله زاهد وویل، له بېلا بېلو تخنیکي ستونزو سره مخامخ دي او اړتیا ده چې د یادو ځمکو لپاره منظم پلانونه، نقشې او نور تخنیکي موضوعات وڅېړل شي او منظم ترتیب شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وویل، په ټولو ولایتونو کې به هغه ځمکو ته منظم پلانونه جوړ کړي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته انتقال شوي دي.

نوموړي وویل، هغه پلانونه چې پخوا جوړ شوي او ویزه شوي نه دي، هغه به ویزه کړي او د نورو لپاره به یې تخنیکي ټیمونه لاس په کار شي.

په ناسته کې تصمیم ونیول شو چې، د چارو د لا چټکتیا په موخه به د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت لومړیتبونه ټاکي او له مخې به یې د کور او ښار جوړولو وزارت کار کوي او یا به د مافي اندازې وسایلو او پرسونل پر برابرولو غور کوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د صنعتي پارکونو لپاره د ځمکو حقوقي او تخنیکي ستونزې حل کوي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 2 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۳:۵۳
Background image

میدان وردګ ولایت کې خلکو ته د خدماتو په وړاندې کولو او ښاري پراختیا خبرې وشوې

۱۴۴۶/۰۸/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو له محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر او په مرکز د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۲:۴۲
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت اړوند زرګونه جریبه ځمکې لپاره پلانونه جوړېږي

۱۴۴۶/۰۸/۰۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، د صنعت او سوداګرۍ وزارت محترم مرستیال مولوي احمدالله زاهد او مل پلاوي سره وکتل.

په دغه کتنه کې، د ټول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۲:۹
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د لوی نظارت له مسؤلینو سره وکتل

۱۴۴۶/۰۸/۰۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د د احکامو او فرامینو پر تطبیق د څار او تعقیب لوی ریاست له محترمو استازو سره وکتل او. . .

BACK TO NEWS