د صنعت او سوداګرۍ وزارت اړوند زرګونه جریبه ځمکې لپاره پلانونه جوړېږي
۱۴۴۶/۰۸/۰۵
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، د صنعت او سوداګرۍ وزارت محترم مرستیال مولوي احمدالله زاهد او مل پلاوي سره وکتل.
په دغه کتنه کې، د ټول هېواد په کچه د هغه یوسل او شپېته زره (160000) جریبه ځمکې په اړه خبرې وشوې چې، د صنعت او سوداګرۍ لپاره په هر ولایت کې ځانګړې شوې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت محترم مرستیال مولوي احمدالله زاهد وویل، له بېلا بېلو تخنیکي ستونزو سره مخامخ دي او اړتیا ده چې د یادو ځمکو لپاره منظم پلانونه، نقشې او نور تخنیکي موضوعات وڅېړل شي او منظم ترتیب شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وویل، په ټولو ولایتونو کې به هغه ځمکو ته منظم پلانونه جوړ کړي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته انتقال شوي دي.
نوموړي وویل، هغه پلانونه چې پخوا جوړ شوي او ویزه شوي نه دي، هغه به ویزه کړي او د نورو لپاره به یې تخنیکي ټیمونه لاس په کار شي.
په ناسته کې تصمیم ونیول شو چې، د چارو د لا چټکتیا په موخه به د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت لومړیتبونه ټاکي او له مخې به یې د کور او ښار جوړولو وزارت کار کوي او یا به د مافي اندازې وسایلو او پرسونل پر برابرولو غور کوي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د صنعتي پارکونو لپاره د ځمکو حقوقي او تخنیکي ستونزې حل کوي.