د جوزجان خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د شاري تخلفاتو مخنیوي په موخه همغږي وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۳:۱
jozjan

۱۴۴۶/۰۷/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د جوزجان ولایت خواجه دوکوه ولسوالۍ ته د د ښاري تخلفاتو پېزند او مخنیوي په موخه سفر کړی.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، یاد ټیم په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د یادې ولسوالۍ له محترم ولسوال، د استخباراتو محترم مسؤل، محترم امنیه قوماندان او محترم ښاروال سره د همغږۍ او همکارۍ ناسته وکړه.

موخه دا ده چې، د یادو مسؤلینو د همکارۍ او همغږۍ په صورت کې د اړوندې ولسوالۍ پلان په ښه توګه تطبیق کېږي او د ښاري تخلفاتو مخنیوی کېږي.

یادو مسؤلینو د ښاري تخلفاتو د مخنیوي برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی او چارې به په ښه توګه ترسره شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي چې، د شارونو سربېره په ولسوالیو کې هم له ښاري تخلفاتو مخنیوی وکړي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۲
Background image

د لغمان په شمه کټ سیمه کې د کډوالو لپاره د معیاري ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۰۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په شمه کټ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه تفصیلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۸
Background image

د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک کړ، دغه پلان د غزني ښار په شمال کې پر ۳۹۸۰.۷۵. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه ترمینل پر ۳۸ جریبه ځمکه طرحه شوی او د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت