میوند ولسوالۍ کې د ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ د ودانیو له چارو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۵:۱۲
kandahar

۱۴۴۶/۰۷/۱۴

کندهار کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین وایي، تخنیکي ټیم یې د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ کې د همدغې ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ له جوړېدونکو ودانیو څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي عبدالمتین وایي، هلته په ساحه کې ودانیزې چارې په عادي ډول روانې دي او دBOQ  مطابق ټول مواد په ساحه کې موجود وو.

نوموړی وایي، د ولسوالۍ د احاطوي دېوال د خښتو لګولو چارې شاوخوا (۳۵٪) بشپړې شوې دي، خو د قومندانۍ د ودانۍ د احاطوي دېوال لپاره کېندنه شوې ده.

هغه زیاتوي، د ساحې څخه د نظارت په مهال اړوند انجنير ته د کارونو د لا ښه والي او سمون په موخه لارښوونې وشوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت د دولتي پروژو له چارو ځان ډاډمنوي او په تړاو یې اړوندې ادارې ته اطمنان ورکوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۲
Background image

د لغمان په شمه کټ سیمه کې د کډوالو لپاره د معیاري ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۰۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په شمه کټ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه تفصیلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۸
Background image

د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک کړ، دغه پلان د غزني ښار په شمال کې پر ۳۹۸۰.۷۵. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه ترمینل پر ۳۸ جریبه ځمکه طرحه شوی او د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت