فراه ولایت کې د څو سړکونو د قیر کولو له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۶/۰۶/۲۸
فراه ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ښار په ناحیو کې څه باندې دوه کیلو مټره سړک پروژې د جوړېدو او قیر کولو له چارو څارنه وکړه.
ښاغلی مولوي استقلال وایي، یاده پروژه د ښاروالۍ په مالي لګښت ترسره کېږي، چې ټاکل شوې په څلورو میاشتو کې سرته ورسېږي.
نوموړی وایي، قراردادي شرکت ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې، چې چارې د معیار سره سمې پر مخ یوسي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ټولو دولتي ودانیو او تأسیساتو له جوړېدوڅارنه کوي، تر څو چارې معیاري او پلان مطابق پر مخ لاړې شي.
