ارزګان کې د سنګر دښت ښارګوټي لپاره تفصیلي پلان چمتو شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۱:۵۲
ارزګان

۱۴۴۶/۰۶/۲۴

ارزګان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا روح الله ابو احمد وایي، د چورې ولسوالۍ محترم ولسوال، د کور او ښار جوړولو ریاست او د ښاروالۍ ریاست محترمو انجنیرانو، د چورې ولسوالۍ محترم ښاروال، د کرنې او مالدارۍ محترم مدیر په ګډون یې، د چورې ولسوالۍ د سنګردښت ښارګوټي له ساحې لیدنه وکړه.

ښاغلی ملا ابو احمد وایي، د سنګردښت ښارګوټي لپاره پر (520) جریبه امارتي ځمکه تفصیلي پلان جوړ شوی، چې د سنګردښت په ساحه کې به یې د تطبیق لپاره ګډ تصمیم ونیول شي.

نوموړی وایي، د ولس او ولایت محترم مقام تر هوکړې وروسته به د یاد ښارګوټي د تفصیلي پلان د پلي کېدا لړۍ پیل شي.

هغه زیاته کړه، د دغه پلان په تطبیق سره به د چورې ولسوالۍ ولسونو ته په ښارګوټي کې د اوسیدو او سوداګرۍ سربېره د کار کولو زمینه برابره شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي چې د هېوادوالو لپاره په کور دننه د مناسبې سرپناه برابرولو ترڅنګ د سوداګرۍ او کار کولو زمینې برابرې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۲
Background image

د لغمان په شمه کټ سیمه کې د کډوالو لپاره د معیاري ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۰۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په شمه کټ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه تفصیلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۸
Background image

د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک کړ، دغه پلان د غزني ښار په شمال کې پر ۳۹۸۰.۷۵. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه ترمینل پر ۳۸ جریبه ځمکه طرحه شوی او د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت