میدان وردګ ولایت کې د صنعتي ښارګوټي او د ترانسپورتي ترمینل ځمکې سروې شوې

1446/6/19
میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د حکم له مخې او د سروې ریاست د محترم تخنیکي ټیم په مټ یې دغه ولایت کې د صنعتي ښارګوټي او ترانسپورتي ترمینل ځمکې توپوګرافي سروې کړې.
ښاغلی مولوي سیف العمر وایي، له دغې سروې یې موخه دا وه، ترڅو په ساحه کې لوړې او ژوروې په دقیقه توګه معلومې شي، منظم تفصیلي پلان ورته ترتیب شي، د بیخ بناء چارو لپاره زمینه برابره شي او د اداري تعمیرونو لپاره مناسب ځای په نښه شي.
نوموړی وایي، یادې پروژې به په میدان وردګ ولایت کې د اقتصادي رشد برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.
د هغه په خبره، صنعتي ښارګوټی او ترانسپورتي ترمینل د مهمو اقتصادي او سوداګریزو مرکزونو څخه دي، چې نوې پانګونې ته به زمینه برابره کړي، او دغه راز به یاده سروې وکولای شي، چې د راتلونکي پراختیا لپاره ساحې په نښه او خوندي کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د پروژو په تطبیق کې اقتصادي وده او پراختیا په پام کې نیسي او د ټولګټو موخو لپاره یې پلي کوي.