په کور او ښار جوړولو وزارت کې د دیارلس میلیونه په ارزښت یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۵:۵۳
.

۱۴۴۶/۵/۴
په کور او ښار جوړولو وزارت کې د (۱۳) میلیونه په ارزښت یوه پروژه د یو کال په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دغې پروژې د پرانستې په مراسمو کې د دغه وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دیني اماکنو په ارزښت، خلکو د کار کولو زمینې برابرولو، د نظام پر خلاف د منفي تبلیغاتو مخنیوي، او نورو اړینو برخو کې خبرې وکړې.
ورپسې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او سمع شکایات محترم وزارت مرستیال مولوي صدیق الله د اسلام دین په دعوت، جهاد او هجرت، ملي یووالي او د الله پر دین د عمل کولو ګټې اهداف او اړتیاوې بیان کړې.
په دغه مراسمو کې د همدغه وزارت د علماؤ بورډ غړي محترم مولوي محمد طاهر انوري د انسان پیدایښت پر هدف، دنیا او اخرت او ابدي ژوند په تړاو هر اړخیزې خبرې اترې وکړې.
د خبرو په دوام، د کلیو بیارغونې او پراختیا محترم وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس مفتي احسان الله ابو الفیضان خبرې وکړې، چې په مساجدو کې د لمونځونو، د مکان او زمان په نسبت د عبادتونو بهتروالي او د الله دین په حکمت او نیکو مواعظو د خلکو وربللو باندې ورټولې وې.
په همدغه مجلس کې د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني وویل، مساجد د اسلام له پیله د عبدات، سیاست، اقتصاد او وحدت ډګرونه وو او دي، چې په خبره یې مساجد د اسلام د اقتدار فکري او معنوي مرکزونه دي.
د مراسمو په پای کې، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، وویل، مساجد یوازې هغه کسان جوړوي چې پر الله او د اخرت پر ورځ باور ولري.
ښاغلي نعماني، د زړنو، فکرونو او عملونو پر اصلاح ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې مساجد باید د اعمالو په لحاظ اباد شي.
هغه د وزارت له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې په خپل وخت لمونځونو ته لاړ شي، سیرت او صورت په نبوي ارشاداتو او اخلاقو برابر کړي.
نوموړي وویل، د اسلام فلسفه او سیاست له مسجد پیل شوی او په دغه وزارت کې هم مسجد په درې پوړونو کې جوړ شوی چې لومړی پوړ یې تدریسي او تعلیمي مرکز او پورته نور دوه پوړونه یې د عبادت لپاره ځانګړي شوي دي.
نظام، هېواد او الله ج ته ژمنتیا نور هغه موارد وو، چې د ښاغلي شیخ حمدالله نعماني خبرې پرې مزینې وې.
د کور او ښار جوړولو وزارت کې یو مسجد شریف په درې پوړونو کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې په یو وخت په کې (۸۰۰) لمونځ کوونکو لمونځ کولای شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۵:۵۳
Background image

په کور او ښار جوړولو وزارت کې د دیارلس میلیونه په ارزښت یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۴۴۶/۵/۴
په کور او ښار جوړولو وزارت کې د (۱۳) میلیونه په ارزښت یوه پروژه د یو کال په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دغې پروژې د پرانستې په مراسمو کې د دغه وزارت محترم
. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په پنجشیر ولایت کې د زندان د احاطوي دیوال له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.

۱۴۴۶/۵/۴

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر محمد فهیم نورزاد وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د زندان د احاطوي دیوال له ودانیزو چارو څارنه تر سره کړه.

ښآغلي انجنیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو سوداګریز مارکیټ ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۵/۳

په ننګرهار ولایت کې د ارزاقو دولتي شرکت اړوند د یو سوداګریز مارکیټ ودانیزې چارې په دې ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د انجنیرانو لخوا و څارل شوې.

د ننګرهار ولایت د کور او. . .

BACK TO NEWS