په پنجشیر ولایت کې د زندان د احاطوي دیوال له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.
۱۴۴۶/۵/۴
د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر محمد فهیم نورزاد وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د زندان د احاطوي دیوال له ودانیزو چارو څارنه تر سره کړه.
ښآغلي انجنیر نورزاد وویل، د دې زندان د احاطوي دیوال تر څنګ د امنیتي برجونو چارې هم روانې وې، چې له ودانیزو چارو یې څارنه تر سره شوه او قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو چارې د نقشې او شرطپاڼې مطابق مخته یوسي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ادارو په غوښتنه د ادارو د تعمیرونو لپاره نقشې طرحه او ډیزاین کوي او له ودانیزو چارو یې څارنه کوي.