په ننګرهار ولایت کې د یو سوداګریز مارکیټ ودانیزې چارې و څارل شوې
۱۴۴۶/۵/۳
په ننګرهار ولایت کې د ارزاقو دولتي شرکت اړوند د یو سوداګریز مارکیټ ودانیزې چارې په دې ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د انجنیرانو لخوا و څارل شوې.
د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد نبي سعیدي وایي، د دې سوداګریز مارکیټ د دویم پوړ د پایو د کانکریټ اچونې چارې روانې وې، چې له چارو یې څارنه تر سره شوه او قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې تر څو چارې د نقشې مطابق مخته یوسي.
د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند تخنیکي ټیمونه د پروژو چارې څارې تر څو پروژې د نقشې مطابق او په معیار برابرې تر سره شي.