په سر پل ولایت کې د ملي راډيو تلویزیون د تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۶/۴/۱۶
د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس داملا محمد نور نوراني وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د ملي راډیو تلویزیون د تعمیر له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.
ښاغلي ملا نوراني وویل، د دې پروژې سیخ بندۍ، قالب بندۍ او د سنګکارۍ د سر د رینګونو د کانکریټ اچونې چارې روانې وې چې له کارونو یې څارنه تر سره شوه.
نوموړي زیاته کړه، قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې تر څو چارې د نقشې او شرطپاڼې مطابق تر سره کړي.