فراه کې د ښاري پلانونو پر تطبیق خبرې وشوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۴:۲
.

۱۴۴۶/۴/۷

د کور اوښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال، د فراه د محترم ښاروال او د دې وزارت اړوند د ځینو رئیسانو او مسؤلینو سره وکتل.

په ناسته کې د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو رئیس او د دې ولایت ښاروال په یاد ولایت کې د پلان د تطبیق پر وړاندې د شته ستونزو یادونه وکړه او په تړاو یې معلومات شریک کړل.

په ناسته کې، د پلان پر تعديل، سوداګریزو مارکېټونو او نورو ودانيو په اړه خبرې وشوې او زیاته شوه، اړتیا ده چې سوداګریزو مارکیټونو ته  د لوړو پوړونو اجازه ورکړل شي، تر څو شته ستونزې راکمې او د ولس غوښتنې ترسره شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر وویل، یاد ولایت ته به هیئت واستوي، د ښار موجوده وضعیت به وګوري، ستونزې، حل لارې او وړاندیزونه به په ګوته کړي او بشپړ راپور به  کور او ښار جوړولو وزارت له مقام سره شریک کړي.

دغه راز ښاغلي وزیر وویل،  د فراه ښاروالي دې له خلکو سره تفاهم وکړي، پوهاوی دې ورکړي چې که پر ځمکه یې پلان تطبیق کېږي، ارزښت یې زیاتېږي او بیه یې لوړېږي.

موخه داده، چې څنګه کېدای شي فراه کې ښاري پلانونه تطبیق او د غیر پلاني ودې او پراختیا مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۲
Background image

د لغمان په شمه کټ سیمه کې د کډوالو لپاره د معیاري ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۰۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په شمه کټ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه تفصیلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۸
Background image

د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک کړ، دغه پلان د غزني ښار په شمال کې پر ۳۹۸۰.۷۵. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه ترمینل پر ۳۸ جریبه ځمکه طرحه شوی او د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت