بلخ ولایت کې د خپل سرو ودانیو مخنیوی وشو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۹:۵۷
balkh

۱۴۴۶/۳/۲۲

په بلخ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عین الدین حامد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم لخوا یې د هغو هټیو د جوړېدو مخنیوی وشو، چې په غیرې قانوني توګه د نقشې خلاف جوړېدې.

د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجنیرۍ امریت وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د یاد ولایت په دولت اباد ولسولۍ کې، د پنبې او غوړیو د تصدۍ په ملکیت کې د جوړېدونکو هټیو له ودانیزو چارو یې څارنه وکړه، چې د یادو هټیو کار د ویزه شوې نقشې خلاف روان و.

اوسمهال یادې چارې ځنډول شوي او د تخنیکي ټیم لخوا قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې شوي دي، تر څو کارونه د ویزه شوې نقشې مطابق ترسره شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق تر سره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت