د ښاري نقشو د ویزه کولو په تړاو ناسته وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۲:۳۸
شهرسازی و مسکن

۱۴۴۶/۳/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو کمیسیون خپله ۴۶ ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د ښاغلي بامیاني تر څنګ د نورو اړوندو ریاستونو استازو ګډون کړي و، چې په بیلابیلو ولایتون کې یې د تیلو د پمپ سټیشنونو، هستوګنیزو نمرو او سوداګریزو مارکیټونو په اړه هر اړخیز بحث وکړاو ټول اسنادونه مکمل و څیړل شول.

د یاد کمیسیون لخوا هغو پمپ سټیشنونو، هستوکنیزو نمرو او سوداګریزو مارکیټونو ته د جوړیدو اجازه ور کړل شوه، چې اسناد یې بشپړ ول او د ټولو اړوندو ادارو لخوا یې اسناد تائید شوي ول او پاتې نورو ته چې اسناد یې نیمګړي ول هدایت وشو تر څو خپل اسناد بشپړ کړي او بله ناسته کې به یې په تړاو پریکړه کیږي.

په ورته وخت کې، ټینګار وشو چې د تېلو د پمپ سټېشنونو مالکان دې د فعالیت په موده کې نافذه قوانین او مقررې په پام کې ونیسي، تر څو په راتلونکي کې له ستونزو سره مخامخ نه شي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت