خواجه رواش هستوګنیز ښارګوټي کې ښاري تخلفات له منځه یوړل شول

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۳:۱۰
شهرک خواجه رواش

۱۴۴۶/۰۱/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو څخه د مخنیوي ریاست د کابل په خواجه رواش هستوګنیز ښارګوټي کې اصلاحات رامنځته کړل.

د ښاري تخلفاتو مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې په کراتو د یاد ښارګوټي اوسېدونکو ته خبر ورکاوه چې له تخلفاتو ډډه وکړي.

ښاغلی مولوي عبدالمنان حقاني وایي، له مکررو توصیې او سپارښتنو سره سره یې اوسېدونکو له تخلفاتو ډډه ونه کړل، چې بالاخره دوی اړ شول، څو خپله لاس په کار شي او تخلفات له منځه یوسي.

نوموړی وایي، دغه چاره یې دوام کوي او ټول ښاري تخلفات به له منځه وړي.

هغه وایي، په نورو ټولو ښارګوټو کې به ورته اصلاحات رامنځته کېږي او په خبره یې د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام له هدایت سره سم یې د ښاري تخلفاتو پر اصلاحاتو لاس پوری کړ.

د کور او ښار جوړولو وزارت هېچا ه اجازه نه ورکوي چې په هستوګنیز ښارګوټو کې خپل سرې چارې مخته یوسي او د پلان خلاف عمل ترسره کړي

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۶:۴۹
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د ښاري پلانونو د ویزه کولو عالي کمېسیون غونډه وکړه

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ د ښاري پلانونو د ویزه کولو عالي کمېسیون خپله دوهمه ناسته وکړه، چې پر مهمو مواردو خبرې وشوې.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۵۸
Background image

د کابل ولایت د سروبي اقتصادي زون په اړه غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د هدایت پر بنسټ، د پانګونې د چارو د تنظیم ریاست په مشرۍ او د ملي جامع پلان، د اقتصادي او صنعتي زونونو د پراختیا پروګرام او د املاکو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۱۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاح شوي پلان تخنیکي ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هدایت پر بنسټ، د محترم مولوي عبدالمنان حقاني، د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت