غزني ولایت کې یو شمېر ولسوالیو ته د تفصیلي پلانونو جوړول پیل شول
۱۴۴۶/۰۱/۱۵
غزني کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم د نورو ادارو د ګډ هیئت په همکارۍ د ستراتیژیک/ تفصيلي پلانونو د ترتیب په موخه ولسواليو ته سفر وکړ.
ښاغلی مولوي بلال متقي وایي، ( ده يک، ګیرو، ګیلان، ناوه) هغه څلور ولسوالۍ دي چې تخنیکي ټیم یې د ستراتېژیک / تفصیلي پلانونو د جوړولو په موخه دغه ولسوالیو ته سفر وکړ.
نوموړی وایي، د یادو ولسوالیو لپاره به اول لومړنۍ سروې کېږي او بیا به وروسته په نورو لازمه اقداماتو عمل کوي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د نویو بازارونو سروې کوي او په هر ولایت کې د څلور – څلور او په ممکن صورت کې د زیاتو ولسوایو لپاره تفصیلي پلانونه جوړوي.