فاریاب ولایت کې د تدریس شوو دیني او عقیدتي درسونو ازموینه واخیستل شوه
۱۴۴۶/۰۱/۰۴
فاریاب ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي خال میرزا ذوالفقار وایي، د دغه ریاست کار کوونکو ته د تدریس شوو دیني درسونو ازموینه واخیستل شوه.
نوموړی وایي، په فاریاب ولایت کې هم د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند امام او مدرس مولوی معاذ الله رووفی له لوري د دعوت او ارشاد محترم ریاست د نصاب مطابق د اونۍ په اوږدو کې تدریس کېږي.
ښاغلی الحاج مولوي خال میرزا ذوالفقار وایي، دا ازموینه ډېره رڼه او په ارامه فضا کې ترسره شوه چې پایلې به یې وروسته شریکې شي.
هغه وایي، موخه دا ده چې کار کوونکو له دیني اصولو، قوانینو او مقرراتو سره اشنا او خپلې ورځنې چارې د دیني مسایلو په رڼا کې سرته ورسوي.