نیمروز ولایت کې د شل متره پل له رغنیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۱:۲
picture

۱۴۴۵/۸/۲۸

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وايي، د ریاست اړوند تخنیکي ټيم یې د چخانسور ولسوالۍ د شل متره پل له رغنیزو چارو څارنه وکړه.

محترم یاسیني وایي، په دې څارنه کې د انجنیرانو له خوا د سیمنټو اندازه، د شږې، د کانکرېټ کیفیت او نورې چارې وڅارل شوې او د کار د لا ښه والي په موخه قراردادي شرکت ته لازمې لارښوونې وشوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو د پروژو چارې په ښه او معیاري ډول تر سره شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۵:۴۹
Background image

بدخشان کې د یو سوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱/۱۷

د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي ولي الله الهي وایي، د دې ریاست انجنیرانو په د دغه ولایت په کشم ولسوالۍ کې د یو سوداګریز مارکیټ له ودانیزو چارو څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۵:۴۶
Background image

د کابل - کندهار پر لویه لاره د غزني ولایت په مربوطاتو کې دوه ستر مسجدونه جوړېږي

۱۴۴۶/۱/۱۷

د کابل - کندهار پر عمومي سړک شپږ ستر مسجدونه د ټولو اسانتیاو سره جوړېږي، تر څو د لارې مسافر په کې د الله عبادت وکړي.

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۵:۴۱
Background image

په فراه ولایت کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱/۱۷

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي استقلال وویل، په دې. . .

BACK TO NEWS