د جوزجان په قوش تپې ولسوالۍ کې د یوه مسجد له رغنیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۱۱:۴
انځور

۱۴۴۵/۷/۱۸

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وايي، د کور او ښار جوړولو ریاست په ګډون د یو ټاکل شوي هیئت له لوري د دغه ولایت د قوش تپې ولسوالۍ په ګردن کلي کې د یوه مسجد شریف له رغنیزو چارو څارنه وشوه.

نوموړی وایي، د یاد مسجد شریف ټولې رغنیزې چارې په دقیقه توګه وڅېړل شوې، د سیمې مخورو او دیني عالمانو سره مشورې وشوې او قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې تر څو د مسجد شریف چارې د نقشې او انجنیرۍ اصولو مطابق مخته ولاړې شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي انجنیران د پروژو قراردادي شرکتونو ته لازمې سپارښتنې کوي، چې د پروژو چارې د شرطپاڼې او انجنیري اصولو مطابق ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۴۱
Background image

په کابل ښار کې د افشار سیمې د ودانیو د قانوني وضعیت د څارنې لپاره د ښاري سرغړونو ریاست تخنیکي ټیم لیدنه ترسره کړه

۱۴۴۷/۰۵/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کابل ښار د پنځمې ناحیې د افشار سیمې له ودانیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۰:۱
Background image

د پراختیایي پروژو د بودجې د لګښت او د پرمختګ د کچې په اړه خبرې وشوې

۱۸/۵/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ، او د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مسؤولینو په ګډون ناسته ترسره شوه.

په دغه ناسته کې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۸:۵۸
Background image

د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د اداري اصلاحاتو ، کوچیانو او امرخېل ښارګوټو څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۷/۰۵/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د اداري اصلاحاتو ، کوچیانو او امرخېل ښارګوټو څخه د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ اونی 6 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت