د سمنګان ولایت د مستوفیت له یوې رغنیزې پروژې څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۱۱:۲۲
picture

12/7/1445

سمنګان ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس محمد امین نوري وایي، مسلکي او تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت د مستوفیت د مېلمستون له پروژې څارنه وکړه.

په دغه پروژه کې د یاد مېلسمتون رنګول، موزائیک کارول، او نورې رغنیزې چارې روانې دي، چې د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ټیم یې له چارو څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي محمد امین نوري وایي، تخنیکي ټیم یې د قراردادي شرکت مسؤلینو ته د کیفیت او معیار خوندیتوب په موخه لازمې لارښوونې وکړې، تر ځو رغنیزې چارې په غوره توګه ترسره شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په مرکز او ولایتونو کې له رغنیزو پروژو څارنه کوي، مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې کوي او هڅه کوي چې په چارو کې کیفیت او معیار په پام کې ونیول شي._____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۶
Background image

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د جومات له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي او نظارتي انجنیرانو له لوري، د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د جومات د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

. . .
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

د مناسبې استوګنې پروژې د رامنځته کولو په پار میدان‌ ښار کې جامع مطالعات بشپړ شول

۱۴۴۷/۱۱/۱

د منظمې ښاري پراختیا او د استوګنې د مخ پر ودې اړتیا پوره کولو په موخه، د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ‌ښار په یوه مهمه ساحه کې، چې ۵۸.۶۸ جریبه مساحت لري، هر اړخیز تخنیکي،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

د پنجشیر پوهنتون اړوند د ځمکې د سروې او جي ای ایس ځانګړتیاوو راټولولو چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د پنجشېر ولایت د پوهنتون اړوند د ځمکې څخه د سروې او جي ای ایس نقطو او ځانګړتیاوو د راټولولو چارې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت