د مناسبې استوګنې پروژې د رامنځته کولو په پار میدان ښار کې جامع مطالعات بشپړ شول
۱۴۴۷/۱۱/۱
د منظمې ښاري پراختیا او د استوګنې د مخ پر ودې اړتیا پوره کولو په موخه، د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ښار په یوه مهمه ساحه کې، چې ۵۸.۶۸ جریبه مساحت لري، هر اړخیز تخنیکي، ښاري او ټولنیز مطالعات پیل او بشپړ شول.
دغه مطالعات د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د مسلکي او تخنیکي ټیمونو له لوري ترسره شول، چې موخه یې د یادې ساحې د مناسبې او مالي توان وړ استوګنیزو پروژو لپاره ارزونه وه.
د ترسره شوو ارزونو له مخې، د سیمې ټولنیز او اقتصادي وضعیت، زیربنايي او تفصیلي امکانات، د چاپېریال ساتنې اړخونه، د اوبو سرچینې او د ځمکې تخنیکي ځانګړتیاوې په دقیق ډول تحلیل شوي دي.
پایلې ښيي، چې یاده ساحه سره له دې چې په ستراتېژیک پلان کې د تپې او غره په نوم ثبت شوې، خو په عملي توګه نسبتاً هواره، باثباته او د جوړښت لپاره مناسبه ده.
همدارنګه تخنیکي ارزونې څرګندوي، چې یاده ساحه د ساختماني بار د زغملو وړتیا لري او د شاوخوا ښاري سیمو سره مناسب نښلون یا اتصال لري.
په همدې ډول، د زیربنايي امکاناتو ارزونه ښيي، چې دا ساحه د سړکونو، اوبو، برېښنا او نورو ښاري خدماتو له شبکو سره د نښلولو بشپړه وړتیا لري.
د یادونې وړ ده، چې د دې ډول مطالعاتو ترسره کول د منظمې ښاري پراختیا، د استوګنې د ستونزو د حل او د خلکو د ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره مهم ګام بلل کېږي.
