له درې کلن ځنډ وروسته زابل کې د یوې نیمه کاره پروژې چارې بېرته پېلېږي

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۴ - ۹:۸
..

۱۴۴۵/۷/۰۱
زابل کې د کور او ښار جوړولو رئیس ملا دادګل مسلم وایي، له درې کلن ځنډ وروسته د دغه ولایت په پوهنتون کې د شپږ پوړیزې ودانۍ لیلیې چارې بیا پيلېږي.
د زابل ولایت د لیلیې نیمه کاره پروژې چارې د کور او ښار جوړولو وزارت په څارنې بېرته پیلېږي، چې په لنډ وخت کې به یې چارې بشپړې شي.
ملا مسلم وایي، د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري ګمارل شوي هیئت، د چارو ادارې، ملي پراختیا شرکت، ولایت مقام او پوهنتون له انجنیرانو او استازو سره په ګډه د یادې ودانۍ پاتې رغنیزې چارې وڅېړلې او ټاکل شوې چې بشپړې شي.
د معلوماتو له مخې، د یادې ودانۍ رغنیزې چارې خوا او شا اویا سلنه له مخکې سرته رسېدلي، چې پاتې ټولې چارې به یې هم په لنډ وهت کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي

_______
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh 
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126# 
 YouTube channel:
https://www.youtube.com/ 
Tel:
https://t.me/mudh_af
Web:
https://mudh.gov.af/dr
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

په هلمند ولایت کې مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر پیل شو

۱۴۴۷/۱۱/۲۷

په هلمند ولایت کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د دایمي استوګنیزو نمرو د وېش بهیر په رسمي ډول پیل شو.

د مهاجرینو د اسانتیا او د چارو د منظم تنظیم په موخه، د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۲۹
Background image

په پنجشېر ولایت کې د تخنیکي او مسلکي انسټېټیوټ د ودانۍ لپاره توپوګرافي سروې ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۷

د سروی او جي ای ایس ریاست له لوري د پنجشېر ولایت د عنابې کلي اړوند د تخنیکي او مسلکي انسټېټیوټ د ودانۍ لپاره د ټاکل شوې ساحې توپوګرافي سروې ترسره شوه.

یاده سروې د شاوخوا ۹۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۲۰
Background image

په بامیان ولایت کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د وېش دوهم پړاو پیل شو

۱۴۴۷/۱۱/۲۷

د بامیان ولایت مقام او د مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري، د راستنېدونکو مهاجرو لپاره د استوګنیزو نمرو د وېش دوهم پړاو په رسمي ډول پیل شو.

دغه بهیر د بامیان ولایت مقام، د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت