په بامیان ولایت کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د وېش دوهم پړاو پیل شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۲۰
بامیان

۱۴۴۷/۱۱/۲۷

د بامیان ولایت مقام او د مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري، د راستنېدونکو مهاجرو لپاره د استوګنیزو نمرو د وېش دوهم پړاو په رسمي ډول پیل شو.

دغه بهیر د بامیان ولایت مقام، د اړوندو امارتي ادارو مسؤلینو او د کور او ښار جوړولو ریاست د استازو په حضور کې د بامیان مرکز اړوند د اژدر درې په سیمه کې پیل شو، چې له مخې یې له ایران او پاکستانه راستنو شوو لسګونو کورنیو ته د استوګنیزو نمرو د وېش لړۍ عملي شوه.

د مهاجرینو په ښارګوټي کې د جومات، ښوونځي او روغتیايي مرکزونو، تفریحي پارکونو او نورو بنسټیزو اسانتیاوو جوړول هم په پام کې نیول شوي، څو د اوسېدونکو لپاره مناسب او معیاري چاپېریال رامنځته شي.

د بامیان ولایت په بېلابېلو سیمو کې د زرګونو راستنېدونکو کورنیو لپاره د استوګنیزو ځمکو د وېش او دایمي اسکان پروګرامونه په همغږۍ او منظم ډول روان دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت او اړوندې کمېټې په وروستیو میاشتو کې په بېلابېلو ولایتونو کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د استوګنیزو ښارګوټو جوړولو، د ځمکو د وېش او د بنسټیزو خدماتو د برابرولو لړۍ چټکه کړې، څو د بېرته راستنېدونکو کورنیو د دایمي میشتیدنې ستونزې حل او د منظم ښاري چاپېریال زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت