د سرپل ولایت د کوهستانات ولسوالۍ د اداري تعمیر د جوړولو چارو ارزونه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۰ - ۱۵:۳۴
picture

۱۴۴۵/۵/۲۶

سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د دغه ولایت د کوهستانات ولسوالۍ د اداري تعمیر د جوړولو له چارو ارزونه وکړه.

په دغه ارزونه کې، د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجنیرانو د یاد تعمیر د لومړي پوړ د پایو کانکریټ اچونې ارزونه وکړه او قراردادي شرکت مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د هوا سړېدو له امله د یادې پروژې چارې د لنډ مهال لپاره ودروي.

په یاده ارزونه کې د دې تعمیر په چارو کې ځینې ستونزې هم معلومې شوې، چې د قراردادي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه، تر څو شته ستونزې حل کړي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۶:۴۹
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د ښاري پلانونو د ویزه کولو عالي کمېسیون غونډه وکړه

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ د ښاري پلانونو د ویزه کولو عالي کمېسیون خپله دوهمه ناسته وکړه، چې پر مهمو مواردو خبرې وشوې.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۵۸
Background image

د کابل ولایت د سروبي اقتصادي زون په اړه غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د هدایت پر بنسټ، د پانګونې د چارو د تنظیم ریاست په مشرۍ او د ملي جامع پلان، د اقتصادي او صنعتي زونونو د پراختیا پروګرام او د املاکو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۱۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاح شوي پلان تخنیکي ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هدایت پر بنسټ، د محترم مولوي عبدالمنان حقاني، د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت