د ښاري چارو کمیسیون دښاري  نقشو د ویزه کولو  اړوند ناسته وکړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۵ - ۱۱:۴۴
picture

1444/09/12

د کور او ښار جوړولو د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو کمیسیون  ناسته وکړه او په بیلا بیلو اړوندو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

په دې ناسته کې په ښارونو کې د اصولو او ارزښتنو سره سم د تیلو او مایع ګازو د پمپ اسټیشنونو د جوړولو  په څرنکوالي خبرې وشوې.

همدارنګه اړوندو مسؤلینو په غزني ښار کې د ځینو استوګنیزو سیمو په سوداګریزو سیمو د تبدیل په اړه نظرونه شریک کړل او ټینکار یې وکړ چې د دې ښار تاریخي مخینې ته په کتود ښاري اصولو اړوند باید د دې ښار له تاریخي ابداتو ساتنه وشي.

د  ښاري نقشو د ویزه کولو د کمیسیون غړو  په پکتیکا کې د ځینو سیمو د تعدیل په سمون او د لوګر پل علم  ښار کې د رخت پلورونکو د مارکیټ د ویزه کولو په څرنکوالي او دغه رازپه بامیان ولایت کې د ملا غلام په ښار ګوټي کې د ځینو سوداګریزو سیمو بدلول په استوګنیزو باندې خبری وکړې.

د ښاري چارو محترم معین د دې کمیسیون غړو ته د دوی دکارونو دمخکې وړلولارښونه وکړه او د مطرح شویو موضوعاتو په تعقیب یې ټینګار وکړ.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۱
Background image

کابل ښار کې د اماراتو ښارګوټي د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامداره تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په ۱۵مه ناحیه کې د اماراتو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۵
Background image

د نیمروز ولایت زرنج ښار کې  د ښاري سرغړنو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست، د تخنیکي ټیم له لوري، د دوامداره څارنو په لړ کې د زرنج ښار د اول او پنځم پلان ساحو کې د ودانیزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۱۹
Background image

کابل ښار کې د پخوانیو  ساحو د تاریخي اصالت ساتنه، د ښاري منظرې همغږي او د فرهنګي هویت خوندیتوب په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست، چې د تاریخي آبداتو او فرهنګي میراثونو د خوندیتوب مسؤلیت لري، د کابل ښار په تاریخي سیمو کې یې د ناهمغږو مداخلو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت