د نیمروز ولایت زرنج ښار کې  د ښاري سرغړنو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۵
نیمروز ولایت

۱۴۴۷/۱۰/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست، د تخنیکي ټیم له لوري، د دوامداره څارنو په لړ کې د زرنج ښار د اول او پنځم پلان ساحو کې د ودانیزو چارو ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست د هدایت پر بنسټ ترسره شوه.

دغه څارنه د ښاري پلانونو د سم تطبیق، د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د غیرقانوني او خودسرانه تأسیساتو د اعمار د مخنیوي په موخه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال د یو شمېر ساختماني فعالیتونو له جریان څخه لیدنه وشوه، چې په ترڅ کې څرګنده شوه، له روانو پروژو څخه درې پروژې له تخنیکي اسنادو پرته تطبیقېږي.

د یادو پروژو له مالکینو وغوښتل شول، څو خپل قانوني اسناد او تخنیکي مدارک د اړوند مدیریت سره شریک کړي، تر څو د هغو پر بنسټ لازم اجراآت ترسره شي.

د ودانیزو چارو دوامداره څارنه د ښاري پلانونو د سم تطبیق، د غیرمجازو فعالیتونو د مخنیوي او د ښاري نظم د تأمین لپاره مهمه بلل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۲
Background image

راستنو شويو مهاجرو کورنیو ته د استوګتنیزو نمرو د وېش کچه نږدې اته څلوېښت زره ته پورته شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له هدایت او لارښوونې سره سم، په یوویشت ولایتونو کې پر راستنېدونکو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۲۴
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د عامه شنو ساحو له وضعیت څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامداره څارنیزو پروګرامونو په لړ کې د کابل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۱۳
Background image

د غزني ولایت په رشیدانو ولسوالۍ کې د ولسوالۍ ودانۍ له پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د رشیدانو ولسوالۍ د ودانۍ له روانو ساختماني چارو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره شوه.

د تخنیکي ارزونې پر مهال په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت