د اداري ریاست مسؤلینو د خپلو کارونو په تړاو مالي او اداري مرستیال ته معلومات وړاندې کړل
۱۴۴۳/۱۱/۲۲
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم اداري رییس او نورو مسؤلینو یې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي ته د خپلو فعالیتونو، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې ټولې اداري چارې یې د کلني پلان مطابق پر مخ روانې دي.
د اداري ریاست مسؤلینو وویل، په مرکز او ولایتونو کې د وزارت اړوند ټولو تجهیزاتو، وسایلو او ترانسپورت څخه په سمه توګه څارنه او پالنه کېږي.
ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ښاغلي مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي د یاد ریاست له کړنو مننه وکړه او یادو مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه چې پر وخت دندو ته حاضر او خپلې دندې په لا غوره شکل ترسره کړي.
