د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۱/۰۴
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامداره څارنو په لړ کې د اطلاعاتو او کلتړر ریاست دمسجد شریف له ودانیزو چارو څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه، چې دمسجد شریف په داخلي برخه کې د پلسترکارۍ چارې روانې دي. تخنیکي ټیم د کار کیفیت له نږدې وڅاره او د قراردادي شرکت مسؤل انجنیر ته یې د کار د لا ښه ترسره کېدو په موخه لازمې تخنیکي لارښوونې وکړې.
د ورکړل شوو لارښوونو له مخې، ټینګار وشو چې د پلسترکارۍ پر مهال دې د سمنټو او شږو ترمنځ مناسب نسبت مراعات شي، له معیاري او باکیفیته موادو څخه دې استفاده وشي او له پلستر وروسته دې دېوالونو ته په کافي اندازه اوبه ورکړل شي، څو د کار کیفیت تضمین شي. همدارنګه د کاریګرو د خوندیتوب په برخه کې جدي پاملرنه اړینه وبلل شوه.
سربېره پر دې، ټینګار وشو چې ټولې ودانیزې چارې دې د منظور شوې نقشې، تخنیکي مشخصاتو او بیل احجامو سره سم پرمخ یوړل شي، څو پروژه په معیاري ډول بشپړه شي.
د ودانیزو پروژو دوامداره تخنیکي څارنه د کار د کیفیت د لوړولو، د معیارونو د رعایت او د معیاري تطبیق د تأمین لپاره مهمه بلل کېږي.
