زابل ولایت کې  څه باندې ۳۰۰  زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

Nasiri_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۸:۲۴
زابل

ښارجوړولو او ځمکو وزارت  هېواد کې د ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال ، زابل ولایت اړوندو سېمو کې په ۱۹۳  قطعو کې ،  ۳۰۰  زره او ۸۳۱ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه،  ۲۹۱ زره او ۴۰۵  جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې، ۵ زره او ۹۶ جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي ،چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه، د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې په ۷۱۱۰ قطعو کې ،  ۷ ملیونه ۱۲۰ زره او ۷۸۷ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د حکومت د اقتصادي او پراختیایی پلانګذاریو د ښه تطبیق په موخه  سروې او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

د کابل–بګرام ستراتېژيک سړک د جوړولو چارې په څو برخو کې په چټکۍ روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا محترم عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم، د کابل–بګرام ستراتیژیک سړک د جوړولو او بنسټیزو چارو له روان بهیر څارنه وکړه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۸:۴۸
Background image

د لوګر ولایت په کډوالو ښارګوټي کې د پاکو اوبو د درېیو څاه‌ګانو د کېندنې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۲۸

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري، کډوالو او بېرته راستنېدونکو ته په وېشل شوي ښارګوټي کې د پاکو اوبو د درېیو څاه‌ګانو د کېندنې له روانو چارو تخنیکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۱۶
Background image

په فراه ولایت کې د محمدآباد مهاجرینو ښارګوټي د سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۷

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په همغږۍ، د محمدآباد مهاجرینو ښارګوټي د سړکونو د جوړولو او هوارولو پروژه، چې د کور او ښار جوړولو وزارت له پراختیایي بودجې څخه تمویلېږي،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت