کابل ولایت کې  څه باندې ۳۱۶   زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

Nasiri_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۳ - ۸:۱۳
 کابل

ښارجوړولو او ځمکو وزارت  هېواد کې د ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال ، کابل ولایت اړوندو سېمو کې په ۲۸۰ قطعو کې ،  ۳۱۶   زره او ۵۷۳ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه،  ۳۰۸ زره او ۳۹۷  جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۸ زره او ۱۷۶ جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي ،چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه، د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې په ۷۱۱۰ قطعو کې ،  ۷ ملیونه ۱۲۰ زره او ۷۸۷ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د حکومت د اقتصادي او پراختیایی پلانګذاریو د ښه تطبیق په موخه  سروې او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۲۱
Background image

په پروان ولایت کې د ۳۰ متره سړک د دواړو غاړو د موازي کرښو د ټاکلو توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ ای‌ اېس ریاست تخنیکي ټیم د پروان ولایت په مرکز کې د پوهنتون له درې‌لارې څخه د هوفیان له سیمې هاخوا پورې د ۳۰ متره سړک د دواړو غاړو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۱:۴۱
Background image

په تېره یوه اوونۍ کې ۱۲۲۶ راستنو شویو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د هستوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري، په تېره یوه اوونۍ کې په څلورو ولایتونو کې ۱۲۲۶ راستنو شویو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۱:۲۱
Background image

د غور ولایت په مرکز کې د هریرود سیند د شمالي او جنوبي سیمو د پلانونو د اصلاح لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۵/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ اېس ریاست تخنیکي ټیم د غور ولایت په مرکز کې د هریرود سیند د شمالي او جنوبي سیمو د ښاري پلانونو د اصلاح په موخه توپوګرافي سروې پیل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت