په تېره یوه اوونۍ کې ۱۲۲۶ راستنو شویو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د هستوګنې ځمکې ووېشل شوې
۱۴۴۸/۵/۱۶
د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري، په تېره یوه اوونۍ کې په څلورو ولایتونو کې ۱۲۲۶ راستنو شویو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د هستوګنې ځمکې ووېشل شوې دي.
په کندز ولایت کې ۷۳۶، په پکتیا ولایت کې ۳۷۰، په فاریاب ولایت کې ۱۰۰ او په سمنګان ولایت کې ۲۰ راستنو شویو کورنیو ته د هستوګنې ځمکې وېشل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د دغو وېشونو په ترسره کېدو سره، په ټول هېواد کې راستنو شویو کورنیو ته د وېشل شویو هستوګنیزو ځمکو شمېر ۷۵ زره او ۸۳۸ نمرو ته رسېدلی دی.
د راستنو شویو مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې په موخه د هستوګنیزو ځمکو د وېش لړۍ د اړوندو کمېټو له لوري دوام لري، څو راستنې شوې کورنۍ په خپلو سیمو کې د دایمي استوګنې زمینه ومومي.
