په هرات کې څه باندې ۲۹۶ زره جریبه څړځایونه ثبت شول

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د څړځایونو سروې، ثبت او نښه کولو په دوام، هرات ولایت اړوندو سېمو کې په ۹۴قطعو کې ۲۹۶ زره او ۱۰۳جریب څړځایونه سروې او ثبت کړي دي.
د څړځایونو سروې، نښه کولو او ثبت په دوام، د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې، تر دې دمه ۵ ملیونه او ۷۴۳ زره او ۶۵۵ جریبه څړځایونه سروې او ثبت شوي دي.