د پکتیا ولایت د زاهو صنعتي پارک تفصیلي پلان بشپړ، تائید او لاسلیک شو
۱۴۴۸/۱/۱
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د پکتیا ولایت د زاهو صنعتي پارک تخنیکي تفصیلي پلان تائید او لاسلیک شو.
د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د پکتیا ولایت د زاهو صنعتي پارک د تفصیلي پلان د چمتو کولو چارې بشپړې شوې، چې په ترڅ کې یې د امکانسنجۍ مطالعات، توپوګرافیکي سروې، هایدرولوژیکي او جیوتخنیکي څېړنې ترسره او د ترلاسه شویو پایلو پر بنسټ د صنعتي پارک تفصیلي پلان ډیزاین ترتیب شو.
د پروژې د تخنیکي مطالعاتو په لړ کې، د برېښنا رسونې، سړک جوړولو، اوبو رسولو، فاضلابو شبکې، د فاضلابو د تصفیې فابریکې، د سطحي اوبو د مدیریت او دفع سیستم، د خړوبولو شبکې، تخنیکي راپورونو او مالي اټکلونو چمتو کول هم شامل دي، چې ټول د ملي او نړیوالو تخنیکي معیارونو له مخې طرحه شوي دي.
د زاهو صنعتي پارک شاوخوا ۱۰۰۰ جریبه ځمکه، چې نږدې ۲ میلیونه متر مربع مساحت لري، د ۲۰۰ صنعتي فابریکو لپاره ځانګړې شوې ده.
دغه پارک د بېلابېلو صنعتي سکټورونو د فعالیت لپاره ډیزاین شوی او په کې د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو د پروسس صنعتونه، د ساختماني موادو تولید، فلزي او ماشینسازۍ صنعتونه، د لرګي او فرنیچر جوړولو فابریکې، پلاستیکي او کیمیاوي صنایع، نساجي او د جامو تولید، بستهبندي، درمل جوړول او روغتیايي توکي، برېښنایي تجهیزات، سړې خونې، لوژستیکي مرکزونه او نورې منځنۍ او سپکې صنعتي فابریکې شاملې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، تمه لري چې د پکتیا ولایت د زاهو صنعتي پارک پروژه به د هېواد په سویل او سویل ختیځ زون کې د صنعت د ودې، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د خصوصي پانګونې د جذب، اقتصادي پراختیا او د زرګونو مستقیمو او غیرمستقیمو کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.
د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د صنعتي تولیداتو ظرفیت لوړ، د صادراتو زمینه پراخه او د سیمې اقتصادي فعالیتونه لا پیاوړي شي.
