په هلمند کې څه باندې  ۳۱۵  زره جریبه دولتي ځمکه ثبت  شوه

Nasiri_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۱ - ۸:۱۱
هلمند

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د هلمند  ولایت اړوند سیمو په ۱۳۴  قطعو کې  ۳۱۵  زره او ۱۵۷  جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۳۱۳۸۳۹ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۱۳۱۸  جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۹۱۹ زره او ۵۱۵ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې  ۷۰۱۲قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۹:۴۰
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوې ودانیزې پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۴

د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د یوې ودانیزې پروژې له چارو یې تخنیکي څارنه او ارزونه وشوه.

د ساحوي ارزونې او د پروژې د پرمختګ د کچې د څېړنې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۹:۱۶
Background image

په وردګ پوهنتون کې د بیارغونې او ودانیزو پروژو له روانو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۴

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د وردګ پوهنتون اړوند د کرنې پوهنځي د بیارغونې پروژې، د لیلیې ودانۍ او د فرعي سړکونو او پلې لارو د جوړولو پروژو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۲
Background image

راستنو شويو مهاجرو کورنیو ته د استوګتنیزو نمرو د وېش کچه نږدې اته څلوېښت زره ته پورته شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له هدایت او لارښوونې سره سم، په یوویشت ولایتونو کې پر راستنېدونکو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت