په بلخ کې څه د پاسه ۹۸ زره غیر رسمي او غیر پلاني کورونه ثبت شول
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غیر رسمي او غیر پلاني کورونو د ثبت په دوام، په دې وروستیو کې ۹۸۶۵۶ غیر رسمي کورونه په بلخ ولسوالی او د مزار شریف ښار په ټولو ناحیو کې سروې او ثبت کړي دي.
یاد وزارت د غیر رسمي او غیر پلاني کورونو ثبت پروسه په کابل، هرات، مزار شریف، جلال اباد، کندهار، فراه، بامیان او نیلی ښارونو کې پیل کړې او تر اوسه ۸۷۱۱۹۵ کورونه سروې او ثبت کړي دي.