سرپل کې څه باندې ۱۸۷ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۴ - ۱۱:۰
سرپل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې په دوام، د سرپل ولایت اړوندو سېمو په ۲۴۳ قطعو کې، ۱۸۷ زره او ۴۸۳ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه ۱۸۶۸۷۸ جریبه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۶۰۵ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد ۳۱ ولایتونو په ۶۹۳۹ قطعو کې، ۶ مېلیونه ۸۱۱ زره او ۴۸۲ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د لویو پرمختیایي او اقتصادي  پروژو د پلي کېدو په موخه سروې او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۲:۳۶
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د احمدشاه بابا مېنې د دولسم ګذر شنې ساحې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۲۷

د کنټرول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د خپل کاري پلان له مخې، د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د احمدشاه بابا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۰:۳۹
Background image

د بادغیس ولایت په دره‌بوم ولسوالۍ کې د یوه جومات د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۲۷

د بادغیس ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د دره‌ بوم ولسوالۍ په مرکز کې د یوه جومات د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د ډبرو پر بنسټ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۶:۳
Background image

د کور او ښار جوړولو محترم وزیر د نوي کابل ښار د بنسټیزو پروژو چارې وارزولې

۱۴۴۸/۵/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د نوي کابل ښار د بنسټیزو پروژو د کار بهیر وارزوه.

د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې د ۲۳ فرعي سړکونو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت