د کور او ښار جوړولو محترم وزیر د نوي کابل ښار د بنسټیزو پروژو چارې وارزولې
۱۴۴۸/۵/۲۶
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني، د نوي کابل ښار د بنسټیزو پروژو د کار بهیر وارزوه.
د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې د ۲۳ فرعي سړکونو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې اوس مهال د قیراچولو پړاو ته رسېدلي او ټاکل شوې، چې ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
یاد سړکونه چې د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې د نښلوونکو سړکونو شبکې جوړوي، د ۱۸، ۳۳ او ۴۳ مترو په پلنوالي، په اساسي او معیاري ډول پخېږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر د سړکونو د جوړولو چارو له پرمختګ څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وویل، چې د نوي کابل ښار د سړکونو د شبکې کیفیت بنسټیز اهمیت لري او د ښار جوړښت او ارزونه د همدې سړکونو پر بنسټ ترسره کېږي.
نوموړي د قراردادي شرکتونو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې د ژمي موسم له رارسېدو وړاندې د سړکونو د قیراچولو چارې بشپړې کړي او د کار کیفیت د شرطپاڼې له مخې لا ښه او معیاري تطبیق کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار د بنسټیزو پروژو له چارو څخه په منظم ډول څارنه کوي او د یادو پروژو د کار کیفیت په دوامداره توګه ارزوي.
