په میدان وردګ کې ۵۰ جریبه دولتي ځمکه ولېږدول شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د لېږد په دوام، په میدان وردګ ولایت کې ۵۰ جریبه دولتي ځمکه پلازمینې زون ادارې ته ولېږدوله.
یاده ځمکه په عامه او دولتي ځمکو بانک کې ثبت ده چې د لوژستیکي پارک د رغولو په موخه پلازمینې زون ادارې ته ولېږدول شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت دولتي سکټور ته د سپينو دولتي ځمکو لېږد سره، پرمختیایي پروژو پلي کېدو ته زمینه برابروي.