په هرات کې څه باندې ۳۰۰ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه
ښار جوړولو ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د هرات ولایت اړوندو سيمو په ۱۴۷ قطعو کې ۳۰۳۱۳۰ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.
له دې شمېرې څخه ۲۹۴۷۰۵جریبه سپینه دولتي ځمکه ده او پاتې ۸۴۲۵ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سروې او ثبت شوې دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د وروستیو درېوو کلونو په لړ کې نږدې ۶.۵ مېلیونه دولتي ځمکه او د دولت تر ولکې لاندې عامه ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.