کابل کې څه باندې ۲۹۶ زره جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۴ - ۸:۴۱
کابل

ښار جوړولو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي  کېدو پر مهال د کابل ښار اړوندو سېمو په ۲۷۲ قطعو کې ۲۹۶۳۵۳ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۲۸۸۱۷۷ جریبه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۲۷۰۰جریبه دولتي ادرارو تر استفتادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بیلابیلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۴۳۸ زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱ قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۱۹
Background image

په ننګرهار کې نږدې دوه زره کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند خانکي ښارګوټي کې پر راستنو شوو مهاجرو د استوګنیزو نمرو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۰:۱
Background image

په خوست کې د مسجد شریف له ودانیزې پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۶

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د انجینري ټیم له لوري د مستوفیت ریاست اړوند د مسجد شریف د ودانیزې پروژې څخه نظارت ترسره شو.

د څارنې پر مهال د بنسټیزو کانکریټي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۴۰
Background image

په ارزګان کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۶

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټيم، د دې ولایت د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه نظارتي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت